Asset 1SWN

د لوړو زده‌کړو وزارت: تېرکال پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت ۵۵۰ استادان ګومارل شوي

F4CstrNXsAA7Nyg

د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي چې د تېر کال پر مهال دولتي پوهنتونونو کې ۸۵۰ نوي استادان جذب شوي چې له ډلې یې ۵۵۰ استادان د اسلامي ثقافت دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه د زمري ۳۰مه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه دې پروګرام کې وویل چې له دې وړاندې به پوهنتونونو کې دیني علوم کم تدریسېدل، خو په وینا یې، د اسلامي ثقافت د کریدټ په ډېرېدو سره یې استادان هم زیات شوي دي.

هغه وویل: «په ټول افغانستان کې ۶زره استادانو بستونه لرو چې ۲۰۰ تر ۲۵۰  استادان له هېواده بهر تللي او په تازه سره مو ۸۵۰ استادان دولتي پوهنتونونو کې جذب کړي چې ۵۵۰ یې د ثقافت استادان دي.»

خیرخواه زیاته کړه چې تېر کال د لوړو زده‌کړو وزارت ۲۳۹ علمي کادرونه چې ۱۵۸ یې ماسټري او ۸۱ یې د دوکتورا لپاره وو، له هېواده بهر لېږدول شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تېر یوه کال کې د اړتیا له مخې، په دولتي پوهنتونونو کې ۲۹ پوهنځي، ۶۴ څانګې او د شپې ۲۴ پروګرامونه رامنځته کړي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا‌الله هاشمي دغه پروګرام کې وویل چې د یو‌شمېر استادانو د مقالو لپاره یې کورني او بهرني ژورنالونه جوړ کړي دي.

هغه وویل: «د مقالو معیاري خپرولو لپاره اووه نړیوال ژورنالونه او ۳۳ ملي ژورنالونه جوړ کړي چې په پایله کې یې ۸۰۷ مقالې بهرنيو ژورنالونو او ۱۵۵۰ مقالې هم ملي ژورنالونو کې خپرې شوې دي.»

د نوموړي په وینا، تېر کال هېواد کې د دوکټورا نهه او د ماسټري ۴۰ پروګرامونه رامنځته شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۴۷۱زره او ۳۶۰ زده‌کړیالان زده‌کړې کوي چې څه باندې ۱۱۸زره یې تېر کال جذب شوي او ۷۲۴ زره یې تېر له پوهنتونونو فارغ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام