د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې له خصوصي پوهنتونونو او موسسو څخه غوښتي چې نجونې محصلانې ونه نیسي. د لوړو زدهکړو وزارت دغه مکتوب نن پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په مکتوب کې لیکل شوي چې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې دې د پسرلي ازموینو لپاره د ۱۴۰۲ کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوملکینه نه کوي.
په دغه مکتوب کې زیاته شوې چې چې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې باید له کانکور ازموینې پنځه ورځې مخکې د لوړو زدهکړو وزارت او د ازموینو ملي اداره خبر کړي، څو د کانکور ازموینې د څارنې لپاره ګډ پلاوی ور ولېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت تر دې مخکې د لیندۍ په ۲۹مه په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی و.
که څه هم د اسلامي امارت دې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را وپارول او نړیوالې ټولنې ورته ګوتڅنډه وکړه چې دا پرېکړه به یې په زیان تمامه شي، خو د لوړو زدهکړو وزارت له خپلې پرېکړې تېر نه شو.
اوس هېواد کې نه یوازې نجونې پوهنتونونو ته نه ځي، بلکې له شپږم ټولګي پورته هغه ښوونځیو ته هم نه ځي او په نادولتي موسسو کې یې پر کار هم بندیز لګېدلی دی.