Asset 1SWN

بلخ کې د کارګرو ماشومانو ډېروالی؛ «غواړم ډاکټر شم، خو نور زده‌کړې نشته»

15200501_510

هېواد کې د بې‌وزلۍ او  اقتصادي ستونزو زیاتېدو سره هم‌مهاله د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د بې‌وزلۍ له امله ماشومان تر ډېره اغېزمن شوي دي.

دغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زده‌کړو  او لوبو محروم دي، له سهار تر ماښامه د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په لټه دي.

لس کلن امُېد چې هره ورځ د مزارشریف ښار په کوڅو او سړکونو کې زاړه بوتلونه او کباړ راټولوي، وايي، هیله لري چې ښوونځي ته لاړ شي او ډاکټر شي، خو په وینا یې چې د اته کسیزې کورنۍ لوږې اړ کړی، څو کار وکړي او دې چارې له زده‌کړو  لرې کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «بوتلونه راټولوو، نور څه وکړو؟ د ورځې پنځوس او سل افغانۍ ګټم، کور واله یې پرې د ډبرو سکاره، لرګي اخلي. څه وکړم کور کې بل ډوډۍ راوړونکی نه‌لرم. د کور ډوډۍ او کار زما پر غاړه دی. غواړم ډاکټر شم، خو اوس درس نشته.»

له امېد سربېره مزارشریف ښار کې نور کوچني ماشومان هم شته چې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله درنو کارونو ته اړ کړل شوي دي.

نصرالله چې مزارشریف ښار کې ترکاري فروشي لري، سلام‌وطندار ته وویل: «په ترکاري فروشي کې د ورځې ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانۍ ګټم. هر څه کور ته وړم، ډوډۍ وړم. پلار مې مزدورکار دی. کور کې اووه کسان یوو.»

په ورته مهال بلخ کې د ماشومانو حقوقي کارپوه تقي واحدي د ماشومانو فزیکي کارونو ته په اشارې سره وايي چې سړکونو کې د ماشومانو کار کول، لامل کېږي، څو د دوی ذهنونه کمزوري شي چې اغېزې یې ځوانۍ کې هم پاتې کېږي.

نوموړي وویل: «ډېری دا دندې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ژوند خطرونه لري؛ یعني د کار په جریان کې هغه ته زیان رسېږي چې ژوند یې له خطر سره مخ کېږي. ښه، هر هغه څه چې دوی ترلاسه کوي، ځکه چې دوی د دې ډول خواړو او څښاک د پایلو او د هوا په اړه اړین معلومات نلري، په پایله کې، دا ممکنه ده چې د وخت څخه مخکې مړه شي. له همدې امله، دا د دوی په ژوند او روغتیا، د دوی په فزیکي ودې او د دوی په ذهني او رواني پراختیا باندې منفي اغېزې لري.»

بل‌خوا د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس نصراحمد ابوخالد وايي چې حکومت د کارګرو ماشومانو وضعیت ښه‌والي لپاره کافي بودیجه نه‌لري، خو په وینا یې، هڅه کوي چې د نړیوالو بنسټونو په مرسته د یادو کارګرو ماشومانو سره مرسته وکړي.

نصراحمد ابو خالد زیاته کړه چې درې میاشتې وړاندې یې اکتید او یونېسف سره په ګډه د شوې سروې له مخې دغه ولایت کې  شاوخوا ۱۶۹۶ ماشومانو پر فزیکي کارونو بوخت دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې یونېسف هوډ لري چې راتلونکي ۲۰۲۳ کال کې به دغو کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دا په داسې مهال دی چې د ماشومانو د خوندیتوب صندوق تېره میاشت ویلي و چې اقتصادي ناورین او وچکالي له امله د ۱۳ میلیونه او ۲۰۰زره ماشومان چې کورنۍ یې پر کرنه بوخت دي، اغېزمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

همداراز افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه کېدل او بې‌وزلۍ هم ګڼ‌شمېر ماشومان اړ کړي چې سړکونو، کوچنیو او لویو کارخونو کې کار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام