د ګارګرانو ملي ټولنه د ګارګرانو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وایي، د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې د کارګرانو وضعیت مخ‌ په خرابېدو دی، خو حکومت یې د وضعیت ښه‌والي لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې «امکا» رییس معروف قادري وايي، که څه هم یو‌شمېر کارګران اړ دي چې د کار نه موجودیت له امله په لږو پیسو کار وکړي، خو دغه کارګر له داسې پېښو سره هم مخ شوي چې د کار څښتنان د کارګرو پیسې نه ورکوي او په بېلابېلو پلمو یې ګواښي.

قادري زیاتوي، د کورونا ویروس خپرېدل، سیاسي لانجې او د سولې ګونګ بهیر د دې لامل شوی چې وزګارتیا ډېره شي.

په همدې حال کې د کارګرانو ملي ټولنې غړی باقي سمندر وایي، افغان کارګر روغتیايي او ټولنیزه بیمه نه لري او دغې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

نوموړی زیاتوي، یو کارګر غواړي خپل ځواک او انرژي په سمه توګه پر کار ولګوي، په داسې حال چې نه ټولنیزه، نه کاري او نه هم روغتیایي بیمه لري چې خپل ژوند پرې خوندي کړي. د هغه په وینا، که افغانستان کې یو کارګر کار کوي، خو بیا یې هم کورنۍ وږې وي او د خوړو لپاره څه نه لري.

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي، سره له دې چې هېواد کې د کار کولو وضعیت ناسم دی، خو دغه وزارت بیا هم هڅه کوي چې د خصوصي سکتور په همکارۍ د کارموندنې فرصتونه برابر کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رسنیو مسوول یونس صدیقي وايي، دغه وزارت د کاري فرصتونو د رامنځته کولو ترڅنګ، هڅه کوي چې یوشمېر افغان کارګر له هېواده بهر له یوشمېر هېوادونو سره د شویو هوکړو له مخې، د کار کولو لپاره یادو هېوادونو ته ولېږي.

د کارګرو ملي ټولنه کارګرو ته د کار کولو اسانتیاوې غواړي او ټينګار کوي چې حقونه او امتیازات یې باید د کار له نړیوالو معیارونو سره سم په پام کې ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام