سیاسي لانجو او د سولې ګونګ بهیر وزګارتیا ډېره کړې
د ګارګرانو ملي ټولنه د ګارګرانو له نړیوالې ورځې سره هممهاله وایي، د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې د کارګرانو وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو حکومت یې د وضعیت ښهوالي لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.
د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې «امکا» رییس معروف قادري په وینا، که څه هم یوشمېر کارګران اړ دي چې د کار نه موجودیت له امله په لږو پیسو کار وکړي، خو دغه کارګر له داسې پېښو سره هم مخ شوي چې د کار څښتن د کارګرو پیسې نه ورکوي او په بېلابېلو پلمو یې ګواښي.