د هغه ځوان کیسه چې د طالبانو ګواښ المان ته رسولی

شېرمحمد اویغون د لوړو زده‌کړو لرونکی ځوان او د رسنیو برخې فعال دی چې «د فاریاب ولایت د دولت‌اباد ولسوالي د ښاروال په توګه دندې پر مهال» له خپلو کلیوالو سره خوړلي چې ځینو هغو یې له طالبانو سره په معامله کې ورته د مرګ ګواښ کړی دی.

محب: د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د طالبانو بریدونه ډېر شوي

طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په اړه د دغه هېواد له رسمي اعلان وروسته په هېواد کې بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې د امنیتي سکتور له مشرتابه سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم خپلو بریدونه ډېر کړي، خو په وینا یې، دا ډله به هېڅکله د جګړې له لارې خپلې موخې ته ونه رسېږي.

سیاسي لانجو او د سولې ګونګ بهیر وزګارتیا ډېره کړې

د ګارګرانو ملي ټولنه د ګارګرانو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وایي، د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې د کارګرانو وضعیت مخ‌ په خرابېدو دی، خو حکومت یې د وضعیت ښه‌والي لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې «امکا» رییس معروف قادري په وینا، که څه هم یو‌شمېر کارګران اړ دي چې د کار نه موجودیت له امله په لږو پیسو کار وکړي، خو دغه کارګر له داسې پېښو سره هم مخ شوي چې د کار څښتن د کارګرو پیسې نه ورکوي او په بېلابېلو پلمو یې ګواښي.

لوګر کې موټربم برید پراخ غبرګونونه را پارولي

د لوګر په مرکز پل عالم ښار کې د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون د تېر ماښام موټربم چاودنه چې ۲۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۱۰ نور تپیان شول، له پراخو کورنيو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا چاودنه د لوګر ولایت تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د مرکز پل عالم ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د لوګر ولایتي روغتون ته څېرمه شوې چې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي په خبره، ۲۴ کسان په‌کې وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. د والي په وینا، د دې چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

غور کې د شري ناروغۍ په پراخېدو ده

غور کې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ مخ په پراخېدو ده او هره ورځ روغتونونو ته پر دې ناروغۍ اخته یوشمېر زیات کسان مراجعه کوي.

 د دوی په خبره، د غور ولایتي روغتون پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په ځانګړې برخه کې دم ګړۍ ۲۵ ماشومان تر درملنې لاندې دي.