د تخار د سرو زرو کانونو کې د ناقانونه کیندنو له امله د تېرو پنځو میاشتو پر مهال ۳۰ کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کارګر ډېری وخت د ناقانونه کیندنو او د کانونو ښوېیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تخار د دشت‌قلعه یو اوسېدونکی محمدطاهر وايي، د بې‌وزلي له کبله یې ورور د سرو زرو یوه کان کې کار کاوه چې د کان نړېدو پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، بې‌وزلي یې ورور دې ته اړ کړی و چې په ناقانونه توګه د سرو زرو کان کې کار وکړي.

هغه زیاته کړه: «زما ورور ښځه او درې ماشومان درلودل، که هغه د خوړو لپاره څه لرلی، هغه به هېڅ‌کله د سرو زرو کان کې کار نه کاوه. هغه د بې‌وزلي له امله هلته کار کاوه چې پیسې ترلاسه کړي او د ځان او خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پیدا کړي.»

نوموړي زیاته کړه چې بې‌وزلي او وزګارتیا اوس دی هم اړ کړی چې د تخار د سرو زرو یوه کان کې کار پیل کړي.

امیرمحمد چې د تخار د رُستاق ولسوالي د سرو زرو کان کې کارګر دی، وايي، د کان تونل ته د ننوتو پرمهال دا وېره ورسره مل وي چې دا به یې د ژوند وروستۍ شېبې وي، خو په وینا یې، خراب اقتصادي وضعیت دې کار ته اړ کړی دی.

نوموړي وویل: «یو ورور مې له ترکیې ډيپورټ شو او زه خپله درې ځله ایران ته تللی یم او راغلی یم. باید کار وکړم که ژوند مې هم له لاسه ځي، باید کار وکړو، که ۲۰زره افغانۍ ولرو کولای شم کچالو خرڅ کړم او خپلې کورنۍ ته حلاله  نفقه برابره کړم.»

په ورته مهال د تخار د کانونو رییس عبدالناصر حقاني سلام‌وطندار ته وایي، تېر یوه کال کې یې د دغه ولایت ولسوالیو ته د سرو زرو کانونو د ناقانونه استخراج د مخنیوي لپاره څو ځله مکتوبونه لېږلي؛ خو په وینا یې، بیا هم خلک په ناقانونه توګه کیندنې کوي.

هغه هم تاییدوي چې تېرو پنځو مياشتو کې تخار کې د سرو زرو د کانونو نړېدو له امله ٣٠ کارکوونکي مړه شوي دي.

نوموړي وویل: «د تخار د سرو زرو کانونو کې له ۷۵ تر ۸۰ شرکتونو قراردادونه ګټلي او د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري کاري جوازونه هم ورکړل شوي دي چې په مسلکي او قانوني توګه کیندنې کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تخار د محلي مسوولانو د شمېرو له مخې، ۱۴۰۱ کال کې دغه ولایت کې د سرو زرو د کانونو د غیرمسلکي کیندنو له امله ۱۰۰ کارګران مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام