پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې هرات کې د شوې زلزلې له امله د مړو شويو او ټپیانو شمېر څه باندې ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د یاد وزارت ویاند محمدعبدالله جان نن دوشنبه د تلې ۱۷مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې زلزله کې ۲۰ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوې دي. د نوموړي په وینا، زلزله‌ځپلیو سیمو کې وضعیت بېړنی دی او خلک مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محمدعبدالله جان که څه هم دې خبري ناسته کې د مړینې او ټپیانو جلا شمېر په ډاګه نه‌کړ، خو زیاته یې کړه چې د مړینې او ټپیانو کره شمېر به وروسته اعلان کړي.

دغه وزارت تېره ورځ زلزله کې د څه باندې ۲۰۰۰ کسانو د مړینې او ۹۰۰۰ د ټپي‌کېدو خبر ورکړی و چې وروسته یې هغه تېروتنه وبلله.

بل‌خوا د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا دغه زلزله کې د ۱۰۲۳ کسانو مړینه او د څه باندې ۱۶۶۳ کسان ټپي‌کېدل تایید کړي دي.

اوچا بېګاه ناوخته «تلې ۱۶مه» پر اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې دې زلزله ۱۱۵۸۵ کسان اغېزمن شوي او ترڅنګ یې ۵۱۶ کسان لادرکه دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند چې دې غونډه کې د هرات وروستۍ زلزلې په اړه تازه معلومات ورکول همداراز وویل چې د زلزلې له کبله شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ژوندي پاتې کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې د ۳۵ بېلابېلو ټیمونو له‌خوا د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي. په دې عملیاتو کې د سیمو خلکو سربېره څه باندې ۱۰۰۰ د ژغورنې کارکوونکي ونډه لري.

د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې بېړني وضعیت ته په پام د څښاک پاکو اوبو ترڅنګ د نورو اړینو توکو د رسونې هڅې روانې دي. ترڅنګ یې ټپیانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار لنډمهاله روغتیايي مرکزونه هم جوړ شوې دي.

په ورته مهال د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ له شوې زلزلې سربېره تر نن ورځ پورې هرات کې څو ځله زلزلې شوې دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو دې ناسته کې وویل چې نن دوشنبه هم دغه ولايت د ریښتر په کچه ۴,۲ درجې زلزله شوې ده.

د یادې زلزلې ټکانونه له هرات سربېره د بادغیس او فراه ولایتونو کې هم محسوس شوې دي. هرات کې زلزله‌ځپلیو ته د مرستو رسونې په لړ کې تر دې مهاله د ایران او ترکیې له‌خوا دغه ولایت ته بېړنۍ مرستې رسېدلې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان، ایران، ترکیې او چین په ګډون اروپايي ټولنې زلزله‌ځپلیو سره د مرستو ژمنه کړې ده. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تراوسه د پاکستان او یوشمېر سوداګرو او بنسټونو له لوري زلزله‌ځپلیو سره څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ مرستې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مرستو رسونې په لړ کې نن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هرات زلزله‌څپلیو ته د مرستو ټولونې کمپاینونه پیل شوي چې د جوړونکو په وینا یې، تر راتلونکو څو ورځو به دوام وکړي. تېره ورځ هم ځینو ولایتونو کې د مرستو ټولولو لپاره صندوقونه جوړ شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام