Asset 1SWN

اقتصاد وزارت: موسسې دې د هرات زلزله‌ځپلیو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي

000_Del6439486-1-25

د اقتصاد وزارت سرپرست دین‌محمد حنیف وايي چې بهرنۍ او کورنۍ موسسې دې هرات کې له زلزله‌ځپلیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون یکشنبه د تلې ۱۶مه کابل کې د مرستو راجلبولو لپاره په جوړې شوې مشورتي ناسته کې کړې دي. دغه ناسته د هرات زلزله‌ځپلیو ته د مرستو ټولولو په موخه جوړه شوې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اقتصاد وزارت سرپرست وویل چې کورنۍ او بهرنۍ موسسې دې زلزله‌ځپلیو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي. هغه وویل: «موږ د هرات ځورېدو خلکو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت او اقتصاد وزارت چې دې مجلس کې د بهرنیو او کورنیو موسسو استازي هم په‌کې ګډون لري، له تاسو سره ترڅنګ ولاړ یوو.»

په همدې حال کې د بهرنیو موسسو استازیو هم دې ناسته کې وویل چې زلزله‌‌ځپلیو سره به خپلې مرستې وکړي.

د ملګروملتونو د بېړنیو مرستو د څانګې استازې مېرمن حنا وویل: «موږ یو پیاوړی ټیم یو چې د اوچا او نورو سازمانونو سره په همغږۍ مخکې ځوو. هرات کې زونونو څخه په استفادې به زلزله‌ځپلیو سره د خوراکي توکو او بېړنیو لومړنیو توکو مرسته وکړو.»

د اوچا یا د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر استازي ګېنېټ راجز وویل: «وړمه شپه مو ټیمونه هماهنګ کړل چې زلزله‌ځپلیو سره مرسته وکړو او دې هڅه کې یو چې زلزله‌ځپلیو سره مرسته وکړو. موږ خپله هڅه کوو چې نورو موسسو سره هم همغږي ولرو او بېړنۍ مرستې ولېږو.»

بل‌خوا یو‌شمېر نورو کورنیو بنسټونو هم دې مشورتي ناسته کې ژمنه وکړه چې د هرات زلزله‌ځپلیو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

کابل کې د فرانسويانو د روغتون سرطبیب عبدالبشیر سخي‌زاده هم وايي، دغه روغتون چمتو دی، څو هغه ناروغان چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، درملنه یې وکړي.

هغه وویل: «موږ بشپړ چمتووالی لرو. هغه ناروغان چې هرات کې یې درملنه نه کېږي، موږ یې درملنه کوو. له موسسو غواړو هغه ټپیان چې عاجلې درملنې ته اړتیا لري، موږ یې په خدمت کې یوو.»

دې ناسته کې همداراز پرېکړه وشوه چې د مرستو انسجام او همغږۍ لپاره دې د کورنیو او بهرنیو مرسته‌کوونکو بنسټونو ترمنځ یوه کمېټه رامنځته شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مسوولانو په وینا، د هرات په زلزله کې څه باندې ۲۰۵۳ کسان مړه شوي او ۱۳۲۹ کورونه هم نړېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام