Asset 1SWN

د یواِن‌ډي‌پي تازه راپور؛ د اړمنو افغانانو شمېر ۳۴ میلیونه ته رسېدلی

UNDP - SEO 2023 Launch22 - 18,04,2023

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه دوه برابره لوړه شوې او د اړمنو افغانانو شمېر هم ۳۴ میلیونه ته رسېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام لیکوالې ویولاټا ډالا ویلي: «ځینې افغانان اړ شوي چې خپل کورونه، ځمکې یا نوره شتمني وپلوري، څو پیسې ومومي. یوشمېر نورو بیا له ناچارۍ ماشومان پر کار ګومارلي یا یې هم د کم‌عمر لرونکې لوڼې واده کړي او اوس افغانستان کې د بې‌وزله کسانو شمېر ۳۴ میلیونه ته رسېږي.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په دغه راپور کې د تېر کال په اقتصادي شاخصونو کې د افغانۍ د ارزښت ساتل کېدل، د صادراتو زیاتوالی او د کورنیو عوایدو راټولولو په څېر ځینې پرمختګونه هم یاد کړي دي.

د راپور یوه لیکوال زفیزس زناتوس په دې اړه جوړه شوې خبري غونډه کې وویل: «افغانستان لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا لري. که دا مرستې ۳۰ سلنه را کمې شي، ښايي په ۲۰۲۳  کال کې د ناخالصو تولیداتو بیه هم ۰،۴ سلنې ته راټیټه شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب که څه هم د افغانانو بې‌وزلي مني، خو د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دا شمېرې ناسمې بولي او وايي، یاد پروګرام د بودیجې ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ ښیي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونه لګولي او مرستندویه موسسو هم ویلي چې دا پرېکړه به افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر له ننګونو سره مخامخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام