هرات ولايت کې له پنځو ورځو راهيسې د کرونا هېڅ شکمنه پېښه نه ده ازمويل شوې. د ياد ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد‌رفیق شېرزی وايي، په دې ولايت کې د کرونا د تشخيص مرکز کې د ځانګړو « تيور ۰.۱ او ۰.۲» موادو کمښت لامل شوی چې له پنځه ورځو راهيسې هېڅ شکمنه پېښه ونه ازمويل شي.

د شېرزي په وينا، دغه ځانګړي مواد په کابل کې هم نشته او ټاکل شوې له بهر نه وپېرل شي. نوموړی وايي، د هېواد د لوېديځې حوزې له ۴ ولايتونو ۶۵۰ د کرونا شکمن کسان د تشخيص پايلو ته په تمه دي چې ۷۰سلنه يې مېرمنې دي.

د شېرزي په وينا، که دغه مواد ور ونه رسېږي شکمنې پېښې به ازمويلو لپاره کابل ته ولېږي.

د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد‌رفیق شېرزی همداراز وايي، په دې ولايت کې په تېرو ۵ ورځو کې د کرونا ۵شکمن کسان مړه شوي هم دي.

د يادولو ده چې هرات ولايت کې تر اوسه پورې ۷۱۷۴ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي چې له ډلې يې ۲۵۶ مړه شوي او ۶۰۲۸ نور بېرته روغ شوي دي. هرات کې د شکمنو کسانو د مړو شويو  شمېر هم ۸۰ ته رسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام