Asset 1SWN

هرات کې مرګونې زلزله؛ تراوسه ۲۰۵۳ کسان مړه او څه باندې ۹۰۰۰ ټپیان دي

18377634_939

د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۵۳ کسانو او د ټپیانو شمېر هم څه باندې ۹۰۰۰ ته لوړ شوی دی.

دغه زلزله د مرګ‌‌ژوبلې له امله په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ او کم‌سارې بلل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نن  یکشنبه د تلې ۱۶مه سهار مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا په یاده زلزله کې د ۵۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی وو. له هغه وړاندې شنبه ورځ بیا د ۱۶ کسانو د مړینې پخلی شوی وو.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمدعبدالله جان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر دې مهاله ۲۰۵۳ کسان وژل شوي، ۹۲۴۰ کسان ټپیان دي او ۱۳۲۹ کورونه هم نړېدلې دي.

په ورته مهال رویټرز خبري اژانس هرات کې د یوه ډاکټرا «دانش» له قوله راپور ورکړی چې تر دې مهاله د هرات بېلابېلو روغتونونو ته تر ۲۰۰ جسدونه وروړل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د امریکې د جيولوجي مرکز سروې د زلزلې شدت ۶.۳ ښودلی چې ژورتیا یې په ځمکه کې ۱۰ کیلومټره وه. په همدې حال کې دې مرکز د افغانستان په لوېدیځ کې د پرله پسې څلورو زلزلو ټکانونه ثبت کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، لومړۍ زلزله چې د ريښتر په کچه ۶،۲ درجې وه، نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د هرات په زنده جان ولسوالي شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام