Asset 1SWN

شهاب‌الدین دلاور: له دې وروسته به ماشومان په کانونو کې کار نه کوي

A754669B-6255-4ACF-8A0A-BE30916D24DA_w1200_r1

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې له دې وروسته به ماشومان د هېواد په کانونو کې کار نه کوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور دغه څرګندونې نن یکشنبه د غبرګولي ۱۴مه بغلان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شهاب‌الدین دلاور د هېواد په کانونو کې کارګرو ماشومانو ته په اشارې سره ویلي چې له دې وروسته به هېڅ ماشوم په کان کې کار نه کوي او که کارګر ماشوم لیدل کېږي، د کان کار به ودرول شي او سرغړونکو ته به جزا ورکول کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د معیاري استخراج په موخه ۱۴ خصوصي کانونو ته د نهو میاشتو لپاره د کار کولو اجازه‌لیکونه وېشلي دي.

د نوموړي په وینا، له دې وروسته به د ډبرو سکرو د استخراج چارې په معیاري او د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ مخته وړل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټينګار کوي چې دا مهال څه باندې ۱۰زره کسان د هېواد په کانونو کې پر کار بوخت دي. ټاکل شوې چې دغه شمېر هېواد کې د نورو کانونو په استخراج او د بنسټ‌ییزو پروژو او ابادۍ کارونو کې څو برابره لوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام