د کانونو او پټرولیم وزارت  مسوولانو نن سه‌شنبه کابل کې د یوې خبري ناسته  پرمهال د خپل یوه کال لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په یاده خبري ناسته کې وویل چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې نږدې ۱۵۸ واړه کانونه د داوطلبۍ له لارې په قرار داد ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړې چې د هر معدن د تړون ټیټه بیه ۶۶۵زره افغانۍ ده چې له دې درکه میلیونونه افغانۍ د دولت خزانې ته راټولې شوې دي.

نوموړي وویل: «۱۵۸ کانونه مو داوطلبۍ ته ورکړي. په بېلابېلو ولایتونو کې د سفرایټ، کرونایډ، جست، فلورایډ، کچ، چونه او نور دي چې جواز مو هم ورکړی دی.»

د دې ترڅنګ د  کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو ویلي چې د مخکیني حکومت پرمهال د ۱۳ کانونو  تړونونه یې هم غځولي دي. د کانانو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه، هغه تړونونه چې په مخکیني حکومت کې لاسلیک شوي، یو لړ تعدیلات یې په‌کې راوستي دي.

بل‌خوا  د یاد وزارت سرپرست په غور کې د ۸۰۰ کیلو مټر مربع د سرب کان او د هرات په غوریان ولسوالي کې د اوسپنې کان د استخراج چارو له پیلېدو هم خبر ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د خپلې ۵۶۲ میلیونه افغانۍ عادي او  ۱۸ میلیونه افغانۍ پراختیايي بودجې څخه تراوسه ۴۱سلنه عادي او ۱۰سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام