Asset 1SWN

کابل ښاروالي: سږ کال به د پنځه میلیارډه افغانیو ۱۵۰ پروژې پلې کړو

20230327_232803-q457licch00hsfinlm2pwzaixat28dv6j3koui6q2w (1)

د کابل ښاروالي مسوولانو نن (د وري میاشتې اوومه، د دوشنبې ورځ) په یوه خبري غونډه کې چې د دې ادارې د ۱۴۰۱ کال د لاسته‌راوړنو شریکولو په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د ښاري زېربناوو جوړېدو، خلکو ته د ښاري خدمتونو وړاندې کولو، پلان‌جوړونې او ښاري پراختیا، کلتوري او ټولنیزو برخو او د عوایدو راټولولو برخه کې ښې لاسته‌راوړنې لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي وویل: «موږ په ۱۴۰۱ کال کې څلور میلیارډه، ۳۰۶ میلیونه، ۹۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ عواید را ټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله یو میلیارډ، ۲۸۶ میلیونه، ۵۷۵ زره او ۳۰۳ افغانۍ زیاتوالی په‌کې راغلی. همدارنګه، په دغه کال کې مو له درې میلیارډه او ۲۰ میلیونه افغانیو ډېر عواید لرل.»

نوموړی زیاتوي: «په تېر کال کې مو شاوخوا ۳۰ زره او ۲۲۷ مټره سړک پوخ کړی، تیږې مو پرې اچولي یا مو کانکرېټ کړی چې د ۲۰ سړکونو له ۳۰ کیلومټره ډېر کار پای ته رسېدلی او پر ۱۷ نورو یې کار روان دی.»

د هغه په خبره، کابل ښاروالي په ۱۴۰۲ کال کې یې هم د ۱۵۰ پروژو لپاره پنځه میلیارډه افغانۍ په پام کې نیولې دي. بارکزی وايي: «په نوي کال کې به ۱۵۰ پروژې په کابل کې پلې شي او په دغو پروژو کې پنځه میلیارډه، ۲۳۹ میلیونه، ۹۳۶ زره او ۸۸۶ افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې چې د تېر کال په پرتله ۴۰۰ میلیونه ډېرې دي او د دغو پروژو ۶۵،۵ سلنه پراختیايي او ۳۴،۵ سلنه هم عادي بودیجه ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو کابل ښار لا هم د نړۍ تر ټولو ککړ ښار دی او اوسېدونکي یې تل پر وخت د چټلیو او کثافاتو د نه ټولولو، د سړکونو خرابوالي او د باران پر مهال په‌کې د اوبو ډنډېدو او کانالېزاسیون نه لرلو له کبله شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام