د رییس‌الوزرا د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر سلام‌وطندار ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي نن کابل ته سفر کړی او ملا عبدالغني برادر سره یې لیدلي.

دغه لیدنه کې ملا برادر چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو ډاډ ورکړی چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چین بهرنیو چارو وزیر هم دغه لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دى افغانستان سره سوداګريزې اړيکې لا پراخې کړي.

د رییس‌الوزرا د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې د وانګ‌يي په خبره ویل شوي: «چین چمتو دى د افغانستان د کانونو د استخراج، د اقتصادي زونونو د جوړولو او انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه وکړي.» د چين د بهرنيو چارو وزير همداراز وویل، ژر به د مس عينک کان د استخراج کار هم پيل کړي.

په ورته وخت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي چې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي کابل ته د سفر پرمهال افغان سیال امیرخان متقي سره کتلي او دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي، ټرانیزيټي او نورو موضوعاتو خبرې کړي.

امیرخان متقي دغه لیدنه کې ویلي، د چین په شمول نړیوال پانګوال کولای شي افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د خپلو ګټو ترڅنګ افغانانو سره د اقتصادي ودې او ثبات په برخو کې همکاري وکړي، چي اسلامي امارت به ورسره پوره ملاتړی وي.

هغه پر ټویټر لیکلي: «د افغانستان ثبات د سیمي او نړۍ په ګټه دی او اوس دي هدف ته رسیدلي یو، دا د نړیوالو مسئولیت دی چي همدا ثبات د سیاسي او اقتصادي برخو په تقویه کولو سره لا غښتلی کړي.»

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت‌الله برهان سلام‌وطندار ته وویل، کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر تر سفر وروسته به د اسلامي امارت یو پلاوی هم ډیر ژر چین ته سفر وکړي.

نوموړي وویل: «د شهاب الدین دلاور په مشري د اسلامي امارت یو پلاوی به چین ته سفر ولري، په راتلونکې هفته کې، سبا یا بل سبا او انشاالله هلته هم پلان شته چې له دوی سره وګوري او له حکومت سره به خبری کېږی. په ضمن کې به د ملاقاتونو په لړ کې د ام‌سي‌سي له مشرانو سره وویني او ممکن بیا د دوی پلاوی هم راشي.»

د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته دا افغانستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی چې ترسره کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې نن له غرمې وروسته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته راغلی دی. د یاد صرف په موخه  د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا بلل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام