د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا دې د افغانستان د روان ناورین د اصلي لامل په توګه خپلې تېروتنې ومني او پر افغانانو لګولي بندیزونه دې لرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین نن په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د اوسني ناورین لامل دی او دغه هېواد باید پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له لګولو لاس په سر شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې امریکا نه باید د افغانستان اقتصادي وضعیت د خرابوالي په اړه یو اړخیز بندیزونه ولګوي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د دې خبر د خپرولو ترڅنګ ټينګار کړی چې امریکا باید په مستقیمه توګه له خپلو تېروتنو سره مخ شي او خپل نړیوال مسوولیتونه پر غاړه واخلي.

د چین سفیر ویلي چې هر څه ژر دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او یو اړخیز بندیزونه دې لرې شي. چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو او د شتمنیو د کنګلېدو په لړ کې په وار وار د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال امریکا بیا ویلي چې د افغانستان کنګل شوي شتمني به هغه مهال ازادوي چې د اسلامي امارت له لوري د دوی وړاندیز شوي شرطونه نه وي منل شوي.

امریکا او د نړۍ یو‌شمېر نورو هېوادونو افغانستان کې د اسلامي امارت په مشري واکمن حکومت ته شرطونه ايښي چې د ښځو حقونو ته به درناوی کوي او د کار او زده‌کړو زمینه به ورته برابروي.

په ورته مهال دغو هېوادونو همداراز ویلي چې اسلامي امارت باید یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ او ټولو قومونو ته په خپل حکومت کې ونډه ورکړي. بل‌خوا د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی لري او د هېواد ټولو قومونو ته یې په خپل  کې حکومت ځای ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا له لوري پر افغانستان د لګېدو اقتصادي بندیزونو له امله د افغانستان اقتصادي نظام د پاشلتیا له ګواښ سره مخ شوی او بانکي سیتم هم ګډوډ شوی دی. یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، که د افغانستان د اقتصادي پاشلتیا مخه ونه نیول شي، دغه هېواد به له یوه ستر بشري ناورین سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام