د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې شي. رویټرز لیکلي، د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د جي ۲۰ هېوادونو په ناسته کې مطرح کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د افغانستان د وګړو روان وضعیت ته په پام سره ویلي چې د دغه هېواد پر وړاندې لګول شوي بندیزونه دې لرې شي. نوموړي د افغانستان بانک شتمنیو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې دغه شتمني د افغانستان د خلکو پورې اړه لري او باید د دغه هېواد خلکو ته ورکړل شي.

وانګ یي ټينګار کړی چې له دغې شتمنۍ څخه باید د افغانستان خلک ګټه واخلي او هغه نه باید د سیاسي موخو  ښکار وګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

چین په داسې حال کې پر افغانستان د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو خبره کوي چې امریکا د افغانستان بانک شتمني کنګل کړې ده. دغه هېواد ویلي چې طالبان نه باید دغو پیسو ته لاسرسی پیدا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام