د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا «سنتکام» وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو او نظامي تجهیراتو د اېستلو لړۍ له ۳۰ تر ۴۴سلنې پورې بشپړه شوې ده. د امریکا د مرکزي قومندانۍ په وینا، دغه شمېر امریکایي سرتېري او نظامي تجهیزات له افغانستان څخه په مسوولانه او خوندي توګه اېستل شوي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ پرون په خپل ټویټر‌پاڼه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د جوبایدن پرېکړې ته په اشارې سره ویلي چې د امریکا دفاع وزارت له هغه مهاله تراوسه له افغانستان څخه سي۱۷ډوله ۳۰۰بوینګ الوتکې وېستلي او نږدې ۱۳زره د نظامي تجهیراتو توکي یې د امریکا د دفاعي تجهیزاتو استازولۍ ته سپارلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا مرکزي قومندانۍ زیاته کړې ده چې واشنګټن په رسمي توګه د افغانستان دفاع وزارت ته ۶نظامي اډې په بشپړه توګه ورسپارلي دي. دغې قومندانۍ همداراز ویلي چې د نورو نظامي مرکزونو د سپارلو لړۍ به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

تمه ده د امریکا متحده ایالاتونه تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د بګرام نظامي اډه د افغانستان حکومت ته ور وسپاري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام