د اسیا کپ په روانو سیالیو کې نن هند او افغانستان سره مخامخ شول. هند په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي د توپ‌وهنې پر مهال په لومړیو اورونو کې یو پر بل پسې وسوځېدل او د شل اورونو په لوبولو سره یې یوازې ۱۱۱ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې ابراهیم ځدران د لوبې تر پایه ولوبېده او پنځوسیزه یې هم پوره کړه.

افغانستان بېګاه تر یوې سختې او زړه‌ راښکونکې لوبې وروسته پاکستان ته هم وبایلله.

ټاکل شوې د اسیا کپ پای‌لوبه د سریلانکا او پاکستان ترمنځ وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام