د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له لوري د دغه بنسټ اړوند له بدنام نوملړ څخه د افغانستان د پولیسو د نوم له اېستلو څخه هرکلی کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د پولیسو نوم له دې امله د ملګرو ملتونو په بدنام نوملړ کې وراضافه شوی و چې د پولیسو په لیکو کې یې کم عمره ماشومان د سرتیرو په توګه ګومارلي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ میلادي کال په راپور کې د ماشومانو او پوځي منازعاتو په برخه کې د ماشومانو د ګومارنې او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د افغانستان د دولت هڅې بریالی ګنل شوي دي.

دغه وزارت همداراز څرګنده کړې چې له دغه نوملړ څخه د افغانستان د ملي پولیسو د نوم لرې کول، د پولیسو د عملي پروګرامونو د پلي کولو په پایله کې ترلاسه شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «دغه لاس ته راوړنه نړیوال بشري حقونو او ښې حکومتولۍ ته د افغانستان د حکومت د  ژمنو ښکارندوینه کوي.»



له دې سره هم‌مهاله د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو هېوادونو او بنسټونو غوښتنه کړې چې پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له سیاسي لارې فشار راولي، څو هغوی هم د ماشومانو پر وړاندې له تاوتریخوالي او خپلو لیکو کې د کم عمر ماشومانو له ګومارنې څخه لاس په سر شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام