Asset 1SWN

د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې هم د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

photo_2020-08-11_17-11-35-1024x682

د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې یې هم د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت د ګوزڼ واکسین د پلي کېدو څانګې مسوول ډاکټر نېکولي شاه سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کمپاین یې په سمنګان، فاریاب، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې پیل کړی او څلور ورځې به دوام وکړي. هغه زیاتوي: «د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین نن پیل شوی او د اګېسټ میاشتې تر ۳۱مې به دوام وکړي. په دغه کمپاین کې به شاوخوا ۱۴۰۰ زره ماشومان واکسین شي.»

په جوزجان او بلخ ولایتونو کې یوشمېر کورنۍ هم خوشحاله دي چې د ګوزڼ مخنيوي په موخه یې د واکسین ډلې د کور تر دروازو ورغلې دي. دوی وايي، د دوشنبې په سهار یې د خپلې کورنۍ له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین کړي او اوس ډاډمن شوي چې پر ګوزڼ ناروغي به نه اخته کېږي. د جوزجان د خواجه‌دوکوه ولسوالي اوسېدونکی اللهداد او د مزارشریف ښار اوسېدونکی عصمت‌الله وايي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«لور مې چې څلورکلنه ده، نن واکسین کړه. دغه واکسین مې په راتلونکي کې ماشوم له ناروغیو، په تېره فلج کېدو څخه ساتي. دا یواځینۍ لاره ده چې ماشومان د تل لپاره له فلج کېدو لرې کوي.»

«زما غوښتنه له نورو هېوادوالو څخه دا ده چې خپل ماشومان واکسین کړي او کله یې چې واکسیناتوران د کور مخې ته ورځي، اجازه دې ورکړي چې ماشومان یې واکسین شي؛ ځکه مهمه موضوع ده او ماشومان د فلج له بدمرغۍ ژغوري.»

افغانستان له پاکستان وروسته دویم هېواد دی چې دا ګواښوونکې ناروغي پهکې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او یوازې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه د ټول هېواد په کچه پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د معلوماتو له مخې، دا پنځه پېښې ټولې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي چې لامل یې د خلکو نه پوهاوی او یا هم روغتیایي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی بلل کېږي.

بله‌خوا په افغانستان کې د یونیسف ادارې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د اړیکو مسوول سیدکمال شاه وايي: «موږ خپله ټوله هڅه کوو، څو په هغو سیمو کې چې کورنۍ له واکسین څخه ډډه کوي، هلته مبلغان، رسنۍ او عالمان خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او کمپاین په‌کې سم پلی شي؛ ځکه که موږ ښه کمپاین ولرو، افغانستان کې به ډېر ژر ګوزڼ له منځه ولاړ شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې روغتیاپالان وايي، کورنۍ باید د ګوزڼ ناروغي د له منځه وړلو او مخنیوي په موخه خپل ماشومان د کمپاین په هره دوره کې واکسین کړي. د کابل په میوند تدریسي روغتون کې د ماشومانو د روغتیا څانګې متخصص ډاکټر احمدجاوېد ادیب وايي:

«ګوزڼ یو جدي ګواښ دی. کله چې ماشوم واکسین نه‌شي، د دغه ویروس د خپرېدو ګواښ ډېر لوړېږي. ځینې کورنۍ شته چې د واکسین سختې مخالفې دي او فکر کوي چې دغه واکسین په راتلونکي کې ماشوم ته زیان اړوي. دا ناسمه ده او کېدای شي یو ګواښ واوسي.»

د یادونې ده چې تېره اوونۍ هم د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل او پای ته رسېدلی دی. د مسوولانو په خبره، د دغه کمپاین پر مهال یې یوولس میلیونه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر یې درلود، واکسین کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام