Asset 1SWN

کابل کې هره میاشت د سینه‌بغل ناروغۍ له امله له اتو تر لسو کسان مري

عکس۱۱۱۱۱۱

نن د نومبر ۱۲مه د سینه‌بغل ناروغۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. هېواد کې یو‌شمېر روغتیایي چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د سینه‌بغل ناروغي ډېره شوې او د ژمي په رارسېدو يې د ډېرېدو اټکل کېږي.

کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې هره میاشت له اتو څخه تر لسو ناروغانو پورې د سینه‌بغل ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون مرستیال اقبال صادق وویل: «په تېرو دوو میاشتو کې اندراګاندي روغتون ته د سینه بغل څه باندې ۵۰۰۰ ناروغانو مراجعه کړې چې یوه میاشت له اتو تر لسو ناروغانو د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.»

د هغه په وینا، تېرو دوو میاشتو کې تر ۵ زره زیاتو کسانو چې په سینه‌بغل ناروغۍ اخته وو، دغه د ماشومانو اندراګاندي روغتون ته مراجعه کړې ده.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته ویلي، که يې د ناروغانو شمېر لوړ شوی، خو ترې د مړینې کچه بیا راټيټه شوې ده.

فاطمه چې د کابل اوسېدونکې ده، وايي، ماشوم یې یوه میاشت کې څو ځله پر سینه‌بغل ناروغۍ اخته شوي دي هغه اسلامي امارت څخه غواړي چې د ناروغانو لپاره د درملنې امکانات زیات کړي.

نوموړې وویل: «په یوه میاشت کې څو ځله دغه روغتون ته راغلې یم، د بې‌وزلۍ له امله خصوصي روغتون ته نشم تللی او له اسلامي امارت غواړم چې دولتي روغتون کې ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو د اندراګاندي روغتون مسوولان خوارځواکي، د ماشومتوب پرمهال د واکسین نه‌کول، د هوا بدلېدل او په ځنډ سره روغتون او یا هم ډاکټر ته مراجعه په سینه‌بغل ناروغۍ د اخته‌کېدو لاملونو څخه بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو لپاره ګرم خواړه او جامې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام