نن په کابل کې د ښځینه او نارینه دیني عالمانو او مدني ټولنې د یوې کډې خبري ناستې پرمهال غوښتنه وکړه چې ښځو ته باید د علماو په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون اجازه ورکړي.

په یاده ناسته کې د مدني ټولنې یو‌شمېر فعالانو وویل چې د کابل د علماو ناسته کې د ښځو د حضور زمینه برابره ده او باید اجازه ورکړل شي، څو دې ناسته کې د ولس غږ اوچت کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مدني ټولنې فعاله خدیجه ایوبي وايي غواړي په دغه ناسته کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو پرانستل او ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې د ښځو د حضور څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

په ورته مهال د مدني ټولنې یوه بله فعاله سارا احمدي بیا وايي، ټاکل شوې نږدې ورځو کې کابل کې د علماو ناسته جوړه شي، خو د نوموړې په وینا، اسلامي امارت په دغه برخلیک ټاکونکې ناسته کې ښځو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

نوموړې زیاتوي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ښځې له ټولنې څخه د څنډې ته کېدو په حال کې دي او د پوهنې، سیاست او ټولنیزو برخو څخه محرومې شوې دي.

په همدې حال کې دیني عالم احمدضیا انوري له اسلامي امارت غواړي چې په دغه ناسته کې ښځو ته د ګډون بلنه ورکړي. د هغه په وینا، هغه ښځې چې پوه او وړتیا لري، باید یاده ناسته کې ورته د ګډون اجازه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې ټاکل شوې سبا چهارشنبه په کابل کې د علماو یوه ستره غونډه جوړه شي. ویل کېږي چې اسلامي امارت په یاده ناسته کې د ګډون لپاره د هېواد له هرې ولسوالي څخه دوه دیني عالمان او یو قومي مشر ته بلنه ورکړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام