د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د ماشومانو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

دغه بنسټ نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په روان ۲۰۲۲ افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو څخه یو یې له شدیدې خوارځواکۍ څخه ځورېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یونیسف ویلي چې افغانستان کې د زیانمنو کورنیو او ماشومانو اړتیاوې خورا ډېرې دي. له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق ټينګار کړی چې د ژغورونکو مرستو له هغې ډلې د خوړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له لارې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته رسېدنه کوي.

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت د روغتیا وزارت ویاند د یونیسف له لوري خپرې شوې شمېرې ردوي. نوموړی زیاتوي چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي چې له ډلې یې ۱.۱ میلیونه ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او ۲.۳ میلیونه بیا په متوسطه خوارځواکۍ اخته شوي دي.

بل‌خوا د اندراګاندي روغتون سرطبیب محمد اقبال صادق سلام‌وطندار ته وايي چې هېواد کې د اقتصادي ناورین له امله دغه روغتون ته پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو مراجعه ډېره شوې ده.

د نوموړي په وینا، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ ناروغان دغه روغتون ته ورځي، خو دوی یوازې شل بستره لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې پرون ویلي و چې دغه صندوق په پام کې لري، څو په افغانستان کې ۱۲.۹ میلیونه اړمنو ماشومانو سره مرسته وکړي، خو د دوی له ملاتړ پرته دغه کار ناشونی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام