فاریاب؛ د خواجه‌سبزپوش یو ښوونځی هم جوړه ودانۍ نه لري

په هېواد کې د تېرو څو کلونو جګړو د فارياب ولايت د يو شمېر ولسواليو د ښوونځيو ودانۍ ويجاړې کړې دي چې په دې کې خواجه‌سبزپوش ولسوالي يو له هغو ولسواليو څخه ده چې په دغو جګړو کې سخت زيانمنه شوې او  د ښوونځي یوه ودانۍ هم پکې جوړه نه ده پاتې.

هېواد کې د سترو پروژو د نه عملي‌کېدو په اړه د صنایعو او کانونو خونې اندېښنه

د راپورونو پر بنسټ د اسیا پراختیايي بانک چې د ټاپي پروژې له تمویلوونکو څخه ده، د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندو پورې د دغې پروژې د پیل چارې وځنډولې، اوس د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده وایي، د ټاپي، کاسا زر، د مس‌عینکو کان او د نورو لویو اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره د سترو هېوادونو او نړیوالو بانکونو مرستې اړینې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشري ترکیې ته تللی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی دی. دغه وزارت ویلي، ټاکل شوې چې متقي به د انتالیا ډيپلوماسۍ غونډه کې له ګډون سربېره، د افغانستان د وضعیت په اړه وینا هم وکړي.

د افغان ماشومانو وضعیت په اړه د یونیسف اندېښنه؛ بیړنیو مرستو ته اړتیا ده

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف افغانستان کې د ماشومانو وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، له بېړنیو مرستو پرته نه‌شي کولای ماشومانو سره مرسته وکړي.
یونیسف پر ټویټرپاڼه لیکلي، غواړي ۲۰۲۲ کال کې ۱۲.۹ میلیون افغان ماشومانو ته لاسرسی وکړي، خو له سم‌لاسي ملاتړ پرته دغومره شمېر ماشومانو سره مرسته ناممکنه ده.