د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران له صدا او سیما خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره لاهم په هېواد کې افغانان تلپاتې سولې او ثبات ته نه دي رسېدلي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، امریکا او بهرني هېوادونه په تېرو شلو کلونو کې هېواد والو ته سر خوږی جوړ کړی او هغوی یې ځورولي دي. هغه ټینګار کړی چې امریکا او بهرني هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په شعار افغانستان ته راغلي وو، خو دوی د دغه هېواد وګړو ته ستر زیانونه اړولي دي.

حامد کرزي ویلي: « د امریکا لخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې شعار هېوادوالو ته په لوی سرخوږي بدل شوو، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکا شعار معکوسه پایله ورکړه، د افغانانو کورونه بمبار شول او د دغه هېواد خلک په دغو بریدونو کې ووژل شول.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخوا، پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې اسلامي امارت خپلو مخالفینو ته په مراجعې او اساسي قانون ته په پاملرنې او د لویې جرګې په رابللو سره کولای شي چې یو ولسي دولت ته ورسېږي.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي کارپوهان د ښاغلي کرزي دا څرګندونې تاییدوي او وایي چې د بهرنیو هېوادونو تېر شل کلن شتون سره افغانستان کې میلیاردونه ډالر مصرف شول خو دغه هېواد کې کوم بنسټيز کار ونه شوو.

سیاسي کارپوه نورشاه نوراني وایي چې افغانستان کې زیاتې پيسې حیف او میل شوې خو تراوسه دغه هېواد پرځان بسیا نه دی. هغه وایي، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د امریکا او د هغه د متحدینو حضور بې ګټې وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو یوشمېر نور سیاسي کارپوهان د ښاغلي کرزي په څرګندونو نیوکې کوي. د هغوی په اند، په افغانستان کې د امریکا او د نورو هېوادونو شل کلن حضور ډېر اغېزمن و.

سیاسي کارپوه شجاع معاشیر وایي، د حامد کرزي په حکومت کې نا امني او ستونزې زیاتې وې، خو ښاغلي کرزي بیا د بهرنیانو د بې ګټې حضور په اړه غږ پورته نه کړ.

دغه سیاسي کار پوه د حامد کرزي څرګندونې د خپل پخواني حکومت د ننګونو ترمیم او یو «دوه اړخیزه او عوام فریبه سیاست» بولي.

حامدکرزی د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د ډيسامبر په ۲۲ نېټه د بُن پرېکړې پربنسټ د افغانستان موقت ولسمشر شو چې د ۲۰۰۴ – ۲۰۰۸ زیږدیز کلونو په ټاکنو کې دوه دورې د افغانستان ولسمشر په توګه و ټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ تېر ۱۲کلن نظام او جمهوریت  د امریکايي جنګیالیو په مرسته رامنځته شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام