پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان په کافي اندازه مجرب او پر کار پوه داسې بشري ځواک لري چې په هېواد دننه او بهر یې په بېلابېلو برخو کې لوړې زدهکړې کړي، نو له همدې امله افغانستان هېڅ بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لري.
کرزي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان تجربه لروونکي کادرونه او متخصصان او همدارنګه د ښځو او نارینهوو په ګډون داسې کاري ځواک لري چې د هېواد په دننه او بهر کې په بېلابېلو کچو کې یې زدهکړې کړي چې په سیمه کې یې ساری نشته.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کرزي د عمران خان د وړاندیز قدرداني کړی او د اسلامي امارت له حکومت څخه یې غوښتي چې هېواد ته د افغان کادرونو او متخصصینو بېرته راګرځېدو او هم په کور دننه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
دا غبرګونونه داسې مهال راپورته کېږي چې عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې خپلو ادارو ته لارښوونه کړې چې له ملګرو هېوادونو سره په همغږۍ افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د بشري ځواک پر لېږلو غور وکړي.
عمران خان د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هېواد یې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغانستان له خلکو سره هر اړخیزو مرستو ته ژمن دی.
وړمه ورځ امریکايي رسنۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل راپور کې ویلي و چې د اسلامي امارت حکومت د مسلکي کارکوونکو او بشري ځواک له کموالي سره مخ دی او له پاکستان څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.