
د اسلامي امارت ویاند: پر ایران د اسراییل بریدونه له نړیوالو حقونو سرغړونه ده
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د اسراییل لخوا په ایران وروستي بریدونه او د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده، په کلکه غندي.
هغه وویل، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی.














