د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د اسراییل لخوا په ایران وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده سرغړونه ده، په کلکه غندي.
ذبیحالله مجاهد نن (جمعه، جوزا ۲۳) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا یرغل په داسې حال کې شوی چې فلسطینیان په ځانګړې توګه غزه لا هم د بریدونو لاندې ده او اسراییل پرته له دې چې انساني او نړیوالو اصولوته پام وکړي، تاوتریخوالی ته دوام ورکوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې له بدهمرغه، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ذبیحالله مجاهد په خبره، اسلامي امارت له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې چې د سیمهییز ثبات او امنیت ساتل دي، په پوره مسؤلیت سره دې موضوع ته رسیدنه وکړي او اجازه ورنهکړي چې په سیمه کې بې ثباتي او نا امني نوره هم پراخه شي.
اسراییل نن جمعه د جوزا ۲۳ د ایران پر اټومي تاسیساتو او پوځي چارواکو بریدونه وکړل چې په کې د ایران لوړپوي پوځي چارواکي وژل شوي.
ایراني رسنیو ویلي، د اسراییل بریدونو کې د سپاهپاسداران عمومي قومندان حسین سردار سلامي، د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري، شپږ اټومي ساینسپوهان او یوشمېر نور کسان وژل شوي دي.
د ایران مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي د اسراییل بریدونو په غبرګون کې ویلي، اسراییل دې د یو سخت ځواب په تمه ووسي.