د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت وزیر امیر عبدالللهیان له خپل هندي سیال سوبر امانیام جې‌شنکر سره په یوې ټيلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګدونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

حسین عبداللهیان په دغې ټيلیفوني خبرو کې ویلي، ایران چمتو دی، څو له هند څخه افغانستان ته د مرستو له هغې ډلې د غنمو او روغتیايي توکو د لېږد په برخه کې له نوي ډيلي سره همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې هندي چارواکي له پاکستان سره افغانستان ته د هند له لوري د ۵۰زره ټنه غنمو د لېږد په برخه کې د خبرو له دوام څخه خبر ورکوي.

پاکستان له دې وړاندې له خپلې خاورې د هند له لوري د مرستو شویو توکو د لېږد په اړه خپله هوکړه په مشروط ډول اعلان کړې وه. پاکستان شرط وړاندې کړی و چې دغه مرستې به د افغانستان په بار وړنکو یا لاریو موټرو کې لېږدول کېږي. دغه هېواد ویلي و چې هندي لاریو ته د لېږد اجازه نه ورکوي.

اسلامي امارت هم له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې د دغه هېواد له لارې د هند له لوري مرسته شویو غنمو ته د لېږد اجازه ورکړي، خو داسې برېښي چې د هند او پاکستان ترمنځ خبرې بې پایلې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې شونتیا ډېره ده چې د هند مرسته شوي ۵۰زره ټنه غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. د اسلامي امارت په راتلو سره افغانستان له یوه انساني ناورین سره مخ دی او ورځ تر بلې دغه ناورین پسې غځېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام