ایران: افغانستان ته د هند د مرستو رسولو په برخه کې همکاري کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه وزارت وزیر امیر عبدالللهیان له خپل هندي سیال سوبر امانیام جې‌شنکر سره په یوې ټيلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګدونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. په ورته مهال هندي چارواکي له پاکستان سره افغانستان ته د هند له لوري د ۵۰زره ټنه غنمو د لېږد په برخه کې د خبرو له دوام څخه خبر ورکوي.

جې‌شنکر: له افغانانو سره د مرستې لپاره باید د حل ګډې لارې ولټول شي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر ویلي، د مرکزي اسیا هېوادونه له خنډ پرته په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشردوستانه مرستو د تضمین په اړه ګډې اندېښنې لري. نوموړي د افغانستان له وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره باید ګډې حل لارې ولټول شي.