د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف د چا فرمایشونه نشي منلی او نه به هم ورته غاړه کېږدي.

محمد یعقوب مجاهد نن کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۳ کلیزې نمانځغونډې ته وویل، که څه هم هېواد له اقتصادي، سیاسي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو ا.ا د چا فرمایشونه نشي منلی او باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي پرته له دې چې د کومې ډلې یا هېواد نوم واخلي، وویل چې ځینې کړۍ غواړي د قوم، ژبې او سمت په نوم د افغانانو ترمنځ بېلتون رامنځته کړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

د دفاع وزارت سرپرست پر افغانانو غږ وکړ چې شته ستونزو سره مبارزه وکړي او د دښمن پر وړاندې هوښیار واوسي. محمد یعقوب مجاهد همداراز وویل چې هېواد کې روانې ستونزې به ډېر ژر حل شي او په وینا یې، باید یووالی غوره کړو.

بل‌خوا اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۳ مې کلیزې په تړاو یوې خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت به د یوه مشروع حکومت په توګه له دې ارزښت څخه ساتنه کوي او ترڅنګ یې نړۍ سره د اسلامي اصولو په رڼا کې د تعامل غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: « اسلامي امارت د دې هېواد د یو خپلواک او بشپړ مشروع نظام په توګه د تل لپاره د دې لوړ ارزښت ساتنې ته ژمن دی او له سیمې او نړۍ سره د اسلام د مبارک دین پر اساس ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.»

له دې وړاندې پرون په کندهار کې د دیني عالمانو په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم پر نړیوالو غږ وکړ چې اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.

امیرخان متقي ویلي چې هېواد کې دننه ولسي مشروعیت ترلاسه شوی او نړیواله ټولنه باید د تعامل ترڅنګ د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو راهیسې څه باندې یو کال کېږي، خو لا هم افغانستان کې سرپرست حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

نن د زمري ۲۸ مه د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۳ کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام