د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي مهدي مجاهد یي ایران سره پولې ته نږدې د هرات ولایت په یوې سرحدي سیمه کې وژلی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي مهدي مجاهد غوښتل چې له هېواده بهر وتښتي، خو د سرحدي ځواکونو له لوري په نښه شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ا.ا نوموړی «بغاوت کوونکی» بللی دی. دفاع وزارت همداراز زیاته کړه چې مولوي مهدي د سرپل بلخاب ولسوالي څخه له خپلو ځینو ملګرو سره یوځای غرو ته ختلی و او غوښتل یې ایران ته وتښتي.
د خبرپاڼې پربنسټ، د ا.ا د استخباراتو ریاست مهدي مجاهد ایران سره پولې ته څېرمه د هرات په یوې سرحدي سیمه کې له پېژندلو وروسته په نښه کړی او وژلی دی.
د مولوي مهدي مجاهد کورنۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
مولو مهدي مجاهد د ا.ا له مشهورو قومندانانو څخه و چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې له سرپرست حکومت سره پر یو لړ مسایلو اختلاف پیدا شو او د سرپل بلخاب ولسوالي کې یې د ا.ا پروړاندې وسلهوال دریځ خپل کړ.