سرپل کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن غرمه د دغه ولایت د سانچارک او بلخاب ولسوالیو ترمنځ «قُم‌کوتل» سیمه کې د اسلامي امارت د هزاره قومندان مهدي مجاهد پورې تړلو کسانو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچینې په وینا، په دغه نښته کې چې اوس هم روانه ده، د اسلامي امارت د ځواکونو او د مهدي مجاهد اړوند یو‌شمېر کسان وژل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال سرچینې زیاته کړې چې د اسلامي امارت ځواکونو د سانچارک ولسوالي «اب‌کلان» سیمه کې دوه دفاعي کرښې ماتې کړي او د مهدي مجاهد یو‌شمېر کسان یې نیولې دي.

سلام‌وطندار ته د سرچینې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په بلخاب ولسوالي کې د مهدي مجاهد ځپلو لپاره د ۲۰۹ الفتح قول اردو او د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو له لواو څخه سلګونه تازه دمي سرتیري له درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو سره دغه ولایت ته رسېدلي دي.

بل‌خوا ویل کېږي چې د دفاع وزارت یو‌شمېر چورلکې د ځمکني ځواکونو د ملاتړ په موخه دغه سرپل کې ځای پر ځای شوي دي. د سرپل محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د اسلامي امارت او مهدي مجاهد ترمنځ په سرپل ولایت کې د خبرو څو پړاونه شوي، خو د سرچینو په وینا، بې‌پایلې پای ته رسېدلي دي.

په ورته مهال سرچینې د سه‌شنبې پر ورځ سلام‌وطندار ته ویلي وو چې د اسلامي امارت او مهدي مجاهد ترمنځ د خبرو تازه پړاو پیلېږي.

په همدې حال کې د سرپل ولایت د سانچارک او بلخاب ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي وو چې دغو ولسوالیو پوځي بڼه خپره کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی همداراز ټينګار کړی و، که خبرې بې‌پایلې ورسېږي، د دواړو لوریو ترمنځ به خونړۍ نښته رامنځته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام