د چارو ځینې شنونکي وایي، ورځ تربلې د اسلامي امارت د ځینو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات د ډېرېدو په حال کې دي.

دوی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي پرونیو څرګندونو ته په اشارې سره وايي، دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ اختلافات موجود دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین پرون په یوې غونډه کې د اسلامي امارت پر کورني او بهرني سیاست، د ښځو  پر حقونو محدودیت او زده‌کړو ته د نجونو د نه لاسرسي له امله پر سرپرست حکومت نیوکه کوې وه.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري د اسلامي امارت د ځینو چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات تاییدوي او په وینا یې، د دغو اختلافاتو زیان یوازې ولس ته رسېږي.

د ناصري په وینا، د هرې سیاسي ډلې ترمنځ د نظراختلافات موجود وي او اسلامي امارت کې هم د بېلابېلو نظرونو او سیاسي تګ‌لارو کسان راټول شوي او سر بېره پر دې چې واحد سیاست او نظر نه‌لري، خو بیا هم پر ولس خپلې غوښتنې مني.

د چارو یو بل شنونکي میرویس اشفته سلام‌وطندار ته ویلي، د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې کړي چې د مسوولانو ترمنځ یې د اختلافاتو ښکارندوینه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه خپل‌منځي اختلافات د ولس پر اساسي حقونو او دوی ته د خدمتونو پر رسولو منفي اغېز کولای شي او د منظمو پلانونو د جوړېدو په برخه کې به اسلامي امارت ته ستونزې وزېږوي.

په ورته مهال د اسلامی امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د شنونکو نیوکې او اندېښنې بې‌ځایه بولي او وايي، د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ په بشپړه توګه یووالی موجود دی.

د کریمي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین پرونۍ څرګندونې د اسلامي امارت پر پالیسیو او کړنو نیوکه نه، بلکې نوموړی غواړي چې خلکو ته د کار کولو لپاره لا ډېرې هڅې وشي.

د اسلامی امارت د ویاند مرستیال زیاتوي چې ولس ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او دې برخه کې کار کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د چارو ځینې نور شنونکي بیا د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات او پر هغوی نیوکې په ګټه بولي او په وینا یې، دا کار مسوولان د شته ستونزو حل ته متوجه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام