پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو ځینو رسنیو ته منلې چې کرزي پلان درلود متحده عربی اماراتو ته سفر وکړي او د دغه هېواد د ولسمشر شیخ خلیفه بن‌زاید ال نهیان په جنازه کې کډون وکړي او د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي، خو ویل کېږي چې د اسلامی امارت چارواکو نوموړي ته له هېواد څخه د وتلواجازه نه ده ورکړې.

د چارو شنوونکي وايي، دا کار به د اسلامی امارت له‌خوا د هغه جوړ شوي کمېسیون چې په وینا يې، مخکیني چارواکو او سیاستوالو ته به هېواد ته د راتلو زمینه برابروي، پر کار او فعالیت ناوړه اغېزه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو کارپوه نورشا نوراني وایي، هېواد ته د پخوانیو چارواکو د راستنېدو لپاره د کمېسیون جوړول اړین و، خو که ورته ستونزې تکرار شي، خلک به پر یاد کمېسیون باور ونه کړي.

نوموړي وویل: «دا په کمېسیون اغېز کوي او هغه کسان چی اوس وخت کې یې افغانستان ته زړه ښه کړی چې بېرته راشي او یو جوړجاړی رامنځته شي، په سوله او ثبات کې ژوند وکړي او ترڅنګ یی د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري وکړي، دا خلک هم ناهیلې کېږی.»

د چارو یو بل شنونکی معین‌خان څمکنی وايي، دغه ډول کړنې د کمېسیون ارزښت راکموي چې بیا به له هېواد څخه وتلې سیاسي څېرې او سیاستول هم پرې باور ونه کړي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له دې وړاندې عبدالله عبدالله ته له هېواد څخه د وتلو اجازه ورکړه، خو هغه تر اوسه بېرته هېواد ته نه دی راغلی او د همدې سفر پرمهال يې ځیني نیوکې هم وکړې چې شاید د اسلامي امارت باور يې مات کړی وي.

څمکنی زیاتوي، که پخواني ولسمشر ته د بهرني سفر اجازه ورکړل شوې وای، ښايي په دې سره به د بشپړ باور فضا رامنځته کېدو ته زمینه برابره شوې واې.

«که چېرته کرزی تللی وای او بېرته راغلی وای، لکه مسلیمیار ښه به و، د باور فضا به یې رامنځته کړې وه او کوم کمېسیون چې جوړ شوی، د هغه کمېسیون باور به یې لوړ کړی وای او هغه هېواد‌وال چې غواړي هېواد ته راشي، د هغوی جرعت به هم لوړ شوی وای او جرعت به یې پیدا کړی وو.»

په ورته مهال په یو‌شمېر راپورونو کې دا هم ویل شوي چې حامد کرزي غوښتل د عربو متحده اماراتو له چارواکو سره یوځای له هېواد څخه ووځي چې د سفرغوښتنې ته يې اسلامي امارت نه د تایید او نه هم د رد ځواب ورکړی او یوازې ورته ویل شوي چې د حکومت ځواب ته دې په تمه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا چې د پخواني ولسمشر د سفر موخه رښتیا هم اسلامي امارت نیولې، وموغوښتل چې د یادې موضوع په تړاو د اسلامی امارت د چارواکو او خپله د پخواني ولسمشر د دفتر نظر هم ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام