د اسلامي امارت کابینې نن  په خپله ناسته کې هېواد ته د افغانستان د شخصیتونو د رابللو په موخه د اړیکو او راستنولو کمېسیون د جوړېدو طرحه تصویب کړه.

د اسلامي امارت د کابینې ناسته نن چهارشنبه د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند په مشري ترسره شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې هېواد ته د افغانستان د بېلابېلو شخصیتونو د بېرته راګرځولو په موخه د شهاب‌الدین دلاور په مشري دې کمېسیون جوړ شي.

په دغه ناسته کې همداراز پرېکړه وشوه چې له دې وروسته د اسلامي امارت نظامي کسان نشي کولای، په خپلو نظامي موټرو کې د اسلامي امارت د مشرانو تصویرونه ولګوي او دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې د خپلو ځواکونو مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاده ناسته کې همداراز د مدافع وکیلانو د انسجام مقرره له تعدیل وروسته تصویب او همداراز اقتصادي کمېسیون ته دنده ورکړل شوه چې د اقتصادي زونونو د رامنځته کولو په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیز وڅېړي

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام