د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتي برخې مرستيال الکسي زايتسف پرون په يوې خبري غونډه کې ویلي، روسیه چمتو ده چې د اسلامي امارت او د دوی د مخالفو ترمنځ د خبرو اترو کوربه‌توب وکړي.

نوموړي د دغې غونډې د جوړېدو څرنګوالي او نېټې په تړاو څه نه دي ویلي او نه یې هم په دې اړه نور معلومات ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې مسکو د یادې ناستې د جوړېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تېره اوونۍ ځينو سرچينو په روسيه کې د اسلامي امارت د جګپوړو استازیو او د ‘مقاومت جبهې’ په نوم د اسلامي امارت مخالفو مشرانو ترمنځ د ليدنو خبر هم ورکړی و.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې روسیه غواړي د یادې ناستې په جوړولو سره لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالاتو ته په ډاګه کړي چې دوی هم په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت په جوړولو  کې رغنده رول لري.

له بل لوري د سیاسي چارو یو‌شمېر کارپوهان د یادې ناستې د جوړېدو لپاره د مسکو له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او وايي چې دغه ناسته به ښیې پایلې ولري.

د چارو کارپوهان د له دواړو لوریو څخه غواړي چې په خپل دریځ کې له نرمښت څخه کار واخلي او د یوې سیاسي حل لارې په غوره کولو سره په هېواد کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

مسکو په داسې مهال د اسلامي امارت او مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب ته د چمتوالي خبر ورکړی چې د روانۍ میلادي میاشتې په لومړیو کې هم د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر‌خان متقي په تهران کې د مخالفې ډلې له مشرانو سره خبرې کړې وې او همداراز له احمد مسعود او اسماعیل خان سره یې هم لیدلي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې نړيواله ټولنه افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو، د نجونو د زدکړو او د ښځو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کوي، خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، که له ټول‌ګډونه حکومت څخه د نړيوالو موخه د پخوانيو چارواکو راوستل وي، دا چاره ناشونې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام