د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نیږدې سرچینو یوشمېر رسنیو ته تایید کړې چې د اسلامي امارت چارواکو متحده عربي اماراتو ته د ښاغلي کرزي د سفر مخه نیولې او هغه یې د کابل هوایي ډګر څخه بېرته راګرځولی دی.

‏‏د سرچینو په وینا، ټاکل شوې وه، حامد کرزی نن د متحدو عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان ال نهیان د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه متحده عربي امارتو ته ولاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینو رسنیو ته ویلي چې اماراتو ته د ښاغلي کرزي د سفر بشپړ چمتوالی نیول شوی وو او ټاکل شوې وه نن دغه سفر ترسره شي.

حامد کرزي ته دغو نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، د اسلامي امارت چارواکو دوی ته خبر ورکړی چې د نوموړي د سفر موضوع یې له رییس‌الوزرا، مولوي محمد حسن‌اخوند سره شریکه کړې ده، خو لا په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې پر پخوانیو چارواکو د سفر بندیز راپورونه رد کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د قانون پر بنسټ او د اصولو له مخې، دغه ډول سفرونه باید د بهرنیو چارو وزارت تر څار لاندې ترسره شي او یوازې دغه وزارت د دې واک لري چې چارواکو ته بهرنیو هېوادونو ته د سفر اجازه ورکړي او یا یې رد کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام