د کابل ښار په لوېدیځ کې د «پرتو» په نوم یوه کتابپلورنځي د نجونو ترمنځ د کتاب لوستلو سیالي پیل کړې ده. د کتاب لوستلو دا سیالي د نجونو په منځ کې د کتاب لوستلو انګېزې د پیاوړتیا لپاره پیل شوې ده. د دې سیالي ګډونوال وايي، د ورته پروګرامونو په مرسته کولای شي چې په ټولنه کې کتاب لوستل دود کړي.
د کابل ښار اوسېدونکې شکیلا چې د کتاب لوستلو په دې سیالي کې یې برخه اخیستې، وايي: «اوس چې اسلامي امارت د نجونو پر مخ د ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې تړلي، دا ډول پروګرامونه د ښځینهوو لپاره ډېر مهم دي؛ ځکه کولای شي چې خپله هیله بېرته ترلاسه کړي.»
فاطمه محسني د دې سیالي یوه بله ګډونواله ده. هغه چې د دولسم ټولګي زدهکوونکې وه، له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو له بندیز سره سم له زدهکړو بېبرخې شوه.
فاطمه هم د ورته سیالیو جوړول د نجونو د کتاب لوستلو انګېزې د ژوندي ساتلو لپاره ګټور بولي، خو زیاتوي: «کله یې چې د کورسونو، د کمپیوټر او ژبې د زدهکړې مرکزونو دروازې زموږ پر مخ وتړلې، نور یې په بشپړه توګه زموږ انګېزه واخیستله.»
کابل ښار کې داسې ګڼشمېر نجونې هم شته چې که څه هم له کتاب لوستلو سره مینه لري، خو ناچارې ورځې او بېوزلۍ اړ کړي چې د قلم او کتاب پر ځای، د پنځوس یا سل افغانیو ګټلو په موخه ورځې د ښار پر سړکونو او کوڅو کې بېګاه کړي.
د دغو نجونو له ډلې یوه هم زرغونه ده. هغه وايي، تازه اووم ټولګي ته بریالۍ شوې وه چې ښوونځی یې وتړل شو. نوموړې زیاتوي: «غواړم چې کور ته مې ډوډۍ راورسېږي او زه کور کې کېنم او درس ولولم، یو ځای ته ورسېږم او راتلونکي کې یوه ښوونکې شم.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم لومړی له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړلې او ورپسې یې پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته هم د هغوی پر تګ بندیز ولګاوه. دغه راز یې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې هم د ښځینهوو کار وځنډاوه.
سره له دې چې اسلامي امارت له دغو پرېکړو وروسته له پراخو او سختو ملي او نړیوالو فشارونو سره مخامخ شو، خو لا یې هم د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه نهده ايښې.