د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو يا «جي۷» د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو د اسلامي امارت له زیاتېدونکي محدودیت سره په کلکه مخالفت څرګند کړی دی.
په دغه خبرپاڼه کې د امریکا، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې ټینګار کړی چې اسلامي امارت په خپلو دې کړنو سره ځان د نړیوالې ټولنې څخه لا څنډې ته کوي.
د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، له اسلامي امارت څخه غوښتي چې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لرې کولو او د هغوی بشري حقونو ته د درناوي لپاره دې بېړني ګامونه واخلي.
دغهراز د کار، زدهکړې او ژوند په برخه کې د ښځو لپاره د بشپړ مشارکت برابرولو کې د افغانانو او د نړۍ تمې او هیلې پوره کړي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون، کابل ته له خپل څو ورځني سفر وروسته د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو ته په اشارې ویلي: «اسلامي امارت د افغانانو غوښتنو ته غوږ نه نیسي.»
د هغه په وینا، دا د نړیوالې ټولنې لهخوا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو کې یو ستر خنډ دی.
د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو او له افغانستان سره د مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې یو مهم شرط دا دی چې اسلامي امارت باید افغان نجونو ته د زدهکړو او کار فرصت ورکړي، خو نیکلسون وایي، د اسلامي امارت د تازه کړنو له کبله نړیواله ټولنه د هغوی په ژمنو شکمنه شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په تېرو اتو میاشتو کې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګول، د نړیوالې ټولنې له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو او له افغانستان سره د مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې یو مهم شرط هم د افغان ښځو د حقونو تامین دی.