د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، سیمهییز امنیت او د ارومچي خبرو د پرمختګ په اړه بحث کړی.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه اعلامیه کې ویلي چې د چین ځانګړي استازي د ارومچي خبرو بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار کړی او دا یې د سیمهییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله.
نوموړي وویل، د دې بهیر راتلونکی پړاو باید له روښانه تمرکز سره عملي پایلو ته زمینه برابره کړي او په همدې موخه یې د جدي تعامل، اعتماد جوړونې او تفاهم پر اهمیت ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر هم څرګنده کړه چې د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محورونه جوړوي.
نوموړي وویل، د خبرو د بهیر بریالیتوب د واقعي اقداماتو، د باور فضا د پیاوړتیا او د کړکېچ کچې ټیټ ساتلو پورې تړلی او اسلامي امارت په همدې برخو کي د پام وړ ګامونه اخستي دي.
همداراز دغه لیدنه کې ټینګار شوی چې راتلونکی پړاو باید د روښانه، عملي او پایلهمحورې اجنډا پر بنسټ پرمخ ولاړ شي، څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره ثبات او همکاري لا پیاوړې شي.
دا داسې مهال دی چې د تېرې اپریل میاشتې د لومړۍ او اوومې نیټې ترمنځ، د اسلامي امارت او پاکستان تخنیکي کچې پلاویو د چین په اورمچي کې هوکړه وکړه چې اړیکو کې د ستونزو د حل لپاره ‘یو جامع پلان’ په اړه بحث وکړي.