د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو پرون د دغه هېواد د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو د کمېتې غونډې ته د افغانستان او اوکراین د حکومتونو د دوام په اړه خپل ناسم قضاوت تایید کړی دی.

دغو چارواکو ویلي، باور یې درلود چې د امریکا ملاتړ څخه برخمن افغان حکومت کولای شي، مقاومت وکړي، خو د چارو یو‌شمېر شنوونکي بیا وایي چې امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د روان وضعیت مسوول دي او په وینا یې، هڅه کوي توجیې ورته پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو کارپوه جاوید مومند سلام‌وطندار ته وايي چې امریکا امنیتي او ټولو برخو کې قوي ستراتیژي لري او استخباراتي کړۍ یې هم پیاوړې دي او داسې ستره تېروتنه نه‌شي کولای چې په وینا یې ووایي، معلومات یې ناسم و.

د هغه په خبره، امریکا غواړي په دغه ډول څرګندونو سره خپله ماته پټه کړي او دا توجیې کړي، څو بېرته په یو ډول نه یو ډول افغانستان کې استخباراتي حضور ولري.

نوموړي وویل: «دوی داسې ښيي چې امریکا ځان وباسي، زه فکر کوم، هغه بدبختۍ چې افغانستان کې رامنځته شوې، مسوول یې امریکا او نړیوال دي. دوی ونشوای کړی، هغه موخې چې باید پلې شوې وای، پلي یې کړي. اوس دوی د توجیې په لټه کې دي.»

د سیاسي چارو کارپوه مطیع‌الله خروټی بیا وایي، د امریکا ترڅنګ د دغه هېواد مخکیني افغان ملاتړي چارواکي هم په افغانستان کې د روانو بدبختیو او نامعلوم برخلیک اصلي عاملان دي.



هغه زیاته کړه چې د مخکیني حکومت مشران د واک د وېش او نورو مسلو پر سر جوړ نه‌وو او امریکا او نورو نړیوالو ته به یې د یو بل پر ضد ناسم راپورونه ورکول چې دوی هم د افغانانو په بدبختیو کې لاس لري.

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت بیا سلام‌وطندار ته وايي، د افغانستان په اړه د امریکا قضاوت ریښتنی او د واقعیتونو پر بنسټ، نه‌ و او دوی په سیمه کې د برلاسۍ تحلیل درلود چې په پایله کې په نړیواله کچه ناکامه شول او افغانان یې له یوه ستر ناورین سره مخ کړل.

نوموړی وایي، د افغانستان په اړه د امریکا استخباراتي معلومات هم ناسم وو او د وتلو پرېکړه یې افغانانو سره له مشورې پرته د پښو سپکولو لپاره وکړه.

حکمت زیاته کړه، د امریکا د استخباراتي چارواکو وروستۍ څرګندونې په ډاګه کوي چې دوی ستونزې درلودې او اوس باید څه وکړي. هغه هم ټینګار کوي چې امریکا افغانستان کې په یو ډول د بیا حضور په لټه کې دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې امریکا او ځینې نړیوال ملګري یې په دې لټه کې دي چې په یوه ډول سره بیا افغانستان او سیمه کې حضور پیدا کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره پر لارو چارو بحث کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام