Asset 1SWN

امریکا دغه هېواد کې د افغانانو منلو لپاره نوی پروګرام اعلانوي

وزارت-خارجه-امریکا-pb0s0vsh786v9k36vd0tyygdov6w8om782hdi8pk0k

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا متحده ایالات په پام کې لري، په دغه هېواد کې د افغانانو د ځای پرځای کولو لپاره نوی پروګرام اعلان کړي. دغه اژانس د امریکا دولت له یوه چارواکي او دوو نورو سرچینو له قوله دغه راپور ورکړی دی. دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط، رویټرز خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې دغه پروګرام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن اعلانوي. د رویټرز د راپور پربنسټ، د کډوالۍ نوی پروګرام به هغه افغانان تر پوښښ لاندې راولي چې د امریکا په مالي مرسته په عملي شویو پروژو، یا هم په امریکا کې دېره غیر دولتي ادارو یا هم امریکايي رسنیو سره کار کړی وي.

په راپور کې راغلي، نږدې ۲۰۰ افغانان چې د وزو د ورکړې بهیر یې وروستی شوی وو، د کډوالۍ  ځانکړي پروګرام «SIV» په ملاتړ له خپلو کورنیو سره تېره اوونۍ امریکا ته رسېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام