سپینې ماڼې په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. د سپینې ماڼې د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه فرمانونه پرون ورکړل شوي دي.

د لومړي فرمان پر بنسټ، د امریکا د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د اضطراري مرستو د صندوق څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په غیر منتظره ډول د بې‌ځایه شویو کډوالو د اړتیاو او هم امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ځانګړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه مرستې ښايي د اړتیا په صورت کې په دوه اړخیزه او څو اړخیزه توګه د نړیوالو سازمانونو له هغې ډلې غیرې دولتي سازمانونه، ادارې او امریکایي بنسټونو له لوري ورکړل شي.

په دویم فرمان کې راغلي چې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور دې د ادارو او د امریکا د وزارتونو له منابعو څخه د ګډوالو، د جګړود قربانیانو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې غوښتونکو ته ځانګړې شي.

د امریکا متحده ایالات په داسې حال کې د کډوالو د وضعیت او د دغه هېواد د ځانګړو ویزو غوښتونکو سره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي چې له دې وړاندې نړیوالو سازمانونو له هغې ډلې د کډوالو په چارو کې د ملګرو‌ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د وضعیت خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی وو.



دا په داسې حال کې ده چې تمه ده امریکا په نږدې راتلونکي کې د افغان ژباړونکو لومړۍ ډله امریکا ته بوځي. رسنیو راپور ورکړی په دغه ډلې کې چې د امریکایي ځواکونو افغان ژباړونکي او همکاران شامل دي شمېر یې۲۵۰۰کسانو ته رسېږي او له خپلو کورنیو سره یوځای به امریکا ته ولېږدول شي.

د راپورونو له مخې، تراوسه ۲۶۵۰۰ ځانګړې ویزې د امریکایي ځواکونو محلي همکارانو ته ځانګړې شوي دي.

 د تیرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا کانګرس یوه طرحه تصویب کړه چې له مخه یې ۸۰۰۰ نور افغانان هم کولای شي چې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسه کړي. دغه طرحه د امریکا سنا جرکې تراوسه نه ده تصویب کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام