د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وايي، هېواد یې تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له را اېستلو مخکې د هغو افغانانو د را اېستلو پر پروګرام کار کوي چې له امریکايي سرتېرو سره یې کار کړی دی. د هغه په وینا، اوس هغه کسان چې د امریکا لپاره یې کار کړی، د طالبانو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یوه ځانګړي پروګرام له مخې، شاوخوا ۱۸ زره افغانانو امریکا ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه ورکړي، خو د هغوی د اېستلو لړۍ ولاړه ده او یادو کسانو د ویزو لپاره کلونه انتظار ايستی دی.

مارک مېلي زیاته کړې: «د دې موضوع په اړه ډاډ ترلاسه کول یوه مهمه دنده چې موږ هغوی ته ژمن پاتې شوو او د ساتنې لپاره یې لازم اقدامات وکړو. که اړتیا یې لرله، له افغانستانه یې را وباسو. دا هغه څه دي چې هغوی یې غواړي.»



د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت څارنې ته هم اشاره کړې، خو په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي. د هغو افغانانو لپاره د کډوالۍ ویزو د ورکړةې پروګرام له یوې لسیزې وړاندې پیل شو. هغه مهال ویل شوي چې ټاکل شوې د دغه پروګرام له لارې ۲۶ زره او ۵۰۰ افغانانون ته ویزې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د وري میاشتې په ۲۵مه اعلان وکړ چې د سپټمبر تر یوولسمې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. د معلوماتو پر بنسټ، اوس د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ شاوخوا شل سلنه بشپړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام