د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق څخه یې غوښتنه کړې چې دغه هېواد سره مالي مرستې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یونان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.

د خپور شوي رپوټ پر بنسټ، د چین د بهرنیو چارو وزیر له نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوق څخه غوښتي چې خپلې مالي مرستې دې د افغانستان په بیارغونه کې په نقدي توګه له سره پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې وانګ یي پرون په ایران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې وویل چې افغانستان په ټولو برخو کې مرستې ته اړتیا لري.

هغه چې په دغه ناسته کې په انلاین بڼه خبرې کولې، له امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي. همداراز د چین د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان څخه هم غوښتنه وکړه چې له کوویډ۱۹ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره واکسین او د لا ډېرو طبي تجهیزاتو د مرستې زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي همداراز له افغانستان سره د چین د ۳۰میلیونه ډالرو بشري مرستې د ورکړې ژمنه هم وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د مخکیني حکومت له سقوط سره هم‌‌مهاله، د افغانستان بانک نږدې ۱۰میلیارده ډالره د امریکا له لوري کنګل شوې دي. د امریکا خزانې وزارت ویلي، طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې له دغو پیسو څخه ګټه واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام