پر افغانستان د امریکا د مرستو درېدو طرحه؛ ا.ا: د هېڅ هېواد مرستې ته اړ نه یوو

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول پر یوې داسې طرحې د کار کولو خبر ورکړی چې پر بنسټ به یې د ا.ا تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو مخه ونیول شي. ‎
پاول د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل چې په راتلونکو څو ورځو کې به یاده طرحه د تصویب لپاره د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې کړي.

چین: نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق دې له افغانستان سره مالي مرستې وکړي

د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق څخه یې غوښتنه کړې چې دغه هېواد سره مالي مرستې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یونان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.