د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر وايي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو ښايي دغه هېواد له اقتصادي پلوه ډېر ژر سقوط وکړي.

 مولانا فضل الرحمان په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علما اسلام شورا یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، د پاکستان حکومت د دې پرځای چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښه کړي، د خپلو غلطو سیاستونو له امله یې ګاونډيو هېوادونو سره اړیکې خرابې کړي چې دا به د پاکستان په زیان تمامې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې د حکومت ناسمو تګلارو د دغه هېواد د اقتصاد د غوړولو مخه نیولې او که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به دغه هېواد له اقتصادي اړخه وپاشل شي.

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر همداراز ویلي چې د پاکستان د حکومت ملکي چارې اوس د بهرنۍ تګلارې پربنسټ روانه ده چې د دغه هېواد خپلواکۍ یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په ورته مهال نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد دولتي بانک د نړیوالو لاس ته ورکړی چې دې چارې ګڼې ستونزې راولاړې کړي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د پیسو له نړیوال صندوق یا «IMF» څخه د پور ترلاسه کولو  او ځينو نورو ګامونو  سربېره، د دغه هېواد پارلمان ته د تصویب لپاره کمه بودیجه وړاندې کړې او پر یو‌شمېر برخو یې مالیې یا ټکسونه لګولي دي.

د نویو ټکسونو او مالیې لګولو د حکومت د مخالفو ګوندونو سختې نیوکې راپورته کړي او هغه یې د شته نظام ناکامه تګلاره بللې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې د حکومت مخالفونو ګوندونو په دې وروستیو کې د عمران خان په مشري پر واکمن نظام نیوکه کوي چې د خپلو ناسمو تګلارو له امله یې له نړۍ سره د پاکستان اړیکې خرابې کړي او د دغه هېواد اقتصاد یې د پاشلتیا او سقوط ته نږدې کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام